کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ـ لوګر سړک لومړۍ برخې، د ګلباغ سړک لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې برخې، له عرفاني څخه تر امید سبز د سړک، د برهکي څلورلارې د ځمکنې لاندې سړک او هوايي پله جوړولو پروژې، د خیرخانې کوتل سړک درېیمې برخې او له لب جر څخه تر سرای شمالي سړک پورې پروژو د پلي کېدو او پرمختګ چارې له نږدې وارزولې.
کابل ښاروال د پروژو د چارو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پروژو تخنیکي معیارونه، کیفیت او پر وخت یې بشپړول په جدي توګه په پام کې ونیسي؛ ترڅو د پروژو ټول پړاوونه د انجینرۍ د اصولو او د سړک جوړونې د معیارنو سره سم ترسره شي.
نوموړي د ښاریانوپروړاندې د کابل ښاروالۍ د ژمنتیا په اړه وویل: زه خپل ځان د کابل ښاریانو خدمتګار ګڼم او ژمن یم چې، بنسټیزې او ټولګټې پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، ترڅو د ښاریانو پروړاندې شته ترانسپورتي او ترافیکي ستونزې هوارې شي.
کابل ښاروال زیاته کړه: کابل د غوره ښاري خدمتونو مستحق دی او د ښاري زیربناوو د پراختیا او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي په موخه به د دې ادارې هڅې د پلان له مخې دوام ولري.
د دې لیدنې پر مهال، نوموړي د تخنیکي ستونزو د حل، د هر ډول غیرمعیاري کار د مخنیوي او د پروژو د کیفیت په برخه کې اړوند مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې، هېڅ ډول بېکیفیته کار د منلو وړ نه دی او که ولیدل شي، د تخنیکي اصولو او معیارونو له مخې به ورسره جدي چلند وشي.
همدارنګه قراردادي شرکتونو ته ټینګار وشو چې، د تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړې کړي او د ودانیزو چارو د لا ښه پرمختګ لپاره دې له ټولو شته امکاناتو او سرچینو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

