ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په سیمه کې د امريکايي ځواکونو پر مېشت ځایونو برید کړی

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد هېواد سمندري ځواکونو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر مېشت ځایونو برید کړی.

د راپور پر اساس، دا برید د لبنان په جنوب کې د اسراییلو له لوري د اوربند د نقض او د ایران پر سمندري سواحلو د امریکا د برید په غبرګون کې ترسره شوی.

دا په داسي حال کې ده، چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) هم اعلان کړی، چې د خپلو بریدونو په ترڅ کې یې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمه کولو مرکزونه او همدارنګه د ایران ساحلي راداري تاسیسات په نښه کړي دي.

د سینټکام په وینا، دغه اقدام د ایران له لوري پر «اور لاولي» باروړونکې کښتۍ، چې د سنګاپور بیرغ یې درلود، د برید په غبرګون کې ترسره شوی دی.