د احصايې او معلوماتو عمومي اداره وایي، چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو (وري، غويي او غبرګولي) کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، ثبت شوي ارقام ښیي چې په دغه موده کې د ۱۹۱ ښځینهوو په ګډون۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۲۱ ښځینهوو په ګډون، ۳ زره او ۹۹۲ نور له هېواده وتلي دي.
بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې، ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۶۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۶۰۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي (۲ زره او ۷۱۸) د نیمروز بندر او ورپسې۱۴۶۲ تنه د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۲۶۴ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۲ تنه د بدخشان اشکاشم بندر او پاتې نور يې د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

