د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر ملکي سیمو د ترسره شویو هوايي بریدونو په تړاو یې خپل شدید او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ولسي وګړي شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپل هېواد په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې د امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پړه، له معتبرو اسنادو او شواهدو پرته، پر افغانستان اچوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو لپاره پر افغانستان بېبنسټه تورونه لګولي او په ځلونو یې د زور او پوځي تېري له لارې د ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې ده. دغهراز وزارت ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د متقابل باور فضا، د ښه ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي

