د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د ترکیې هېواد (NKY) شرکت مسولینو سره د برېښنا او تاسیساتو پر جوړولو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ملا عبدالحق همکار د ترکیې اړوند پانګوالو پانګونې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې افغانستان کې د برېښنا په ګډون ګڼو رغنیزو پرمختیايي برخو کې پراخې اسانتیاوې شته او پانګوال کولی شي په ډاډه زړه پانګونې وکړي.
ورته مهال د (NKY) شرکت مرستیال هاقان بوس ویلي، چې دوی د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د برېښنا تولید تاسیساتو جوړولو او نوې کېدونکې انرژۍ پر تولید پانګونې کړي او اوس غواړي افغانستان کې د برېښنا تولید تاسیساتو بیا رغونې او خځلو(کثافاتو) څخه د برېښنا تولید برخو کې پانګونې وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت په وینا، تېرو نږدې پینځو کلونو کې هېواد کې د برېښنا او تجهیزاتو تولید برخو کې ګڼو نړیوالو او ملي پانګوالو پانګونې کړي، چې دا مهال د پراختیا په حال کې هم دي.

