د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، حماس تېره ورځ (دوشنبه) اعلان کړی، چې په غزه کې یې خپل نږدې دوه لسیزې حکومت منحل کړی او چمتو دی چې واک د فلسطیني متخصصانو یوې ډلې ته وسپاري.
د راپور له مخې، دغه اقدام په جګړه ځپلو او کلابندو سیمه کې د ملکي حکومت د جوړېدو په موخه شوی دی.
د حماس اسلامي غورځنګ له ۲۰۰۷ کال راهیسې په غزه کې حاکم دی.

