ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران سپاه پاسداران: د امریکا ۸۵ پوځي تاسيسات په نښه شوي

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې په ایران کې د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې یې د امریکا پر پوځي اهدافو توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو ګډ عملیات ترسره کړي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په سلمان بندر کې د امریکا ۸۵ پوځي تاسیسات، په بحرین کې د امریکا سمندري ځواک او په کویټ کې د علي السالم هوايي اډه په نښه شوې ده.

همدارنګه ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د امریکا یوه بې‌پیلوټه الوتکه هم نسکوره شوې ده.

ورته مهال د ایران پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړو او ژمنو په ماتولو تورنه کړې ده.

ښاغلي قالیباف د نورو بریدونو د ګواښونو دوام، د تېلو بندیزونو بېرته لګول، د ایران پر سوېلي سیمو بریدونه او د لبنان پر ضد د اسراییلو د عملیاتو دوام ته اشاره کړې ده.

قالیباف ټینګار کړی، چې د زور زیاتي او باج اخیستنې دوره پای ته رسېدلې ده.