د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ترکیې به هغه بندیزونه لغوه کړي، چې د روسیې د توغندیز دفاعي سیسټم د پېرلو له امله پرې لګول شوي وو.
ټرمپ همدارنګه زیاته کړې، چې واشنګټن چمتو دی په ترکیې F-۳۵ جنګي الوتکې وپلوري.
د راپورونو له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې ترکیې ته د سفر پر مهال کړي دي، دا په تېرو ۱۱ کلونو کې ترکیې ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی سفر بلل شوی دی.

