ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سنتکام پر ایران د پراخو بریدونو خبر ورکړی

د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا پر ایران پراخ بریدونه کړي دي.

سنتکام ادعا کړې، چې دغه بریدونه یې د ایران لخوا په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو کښتیو د شویو بریدونو په ځواب کې کړي دي.

همدا راز د امریکا خزانې وزارت هم د ایراني نفتو په صادراتو بیا بندیز اعلان کړی.

د ایراني رسنیو د راپور پر بنسټ، دغه بریدونه د ایران په سویلي سیمو کې، په ځانګړي ډول بندرعباس کې شوي دي.