د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره لیدنه کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د روانو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې په ښه توګه روانې دي او تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومټره نللیکه غځول شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بشپړې شي او د یادې پروژې په برخه کې به په ټولو شویو ژمنو عمل وشي.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له لوري د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

