د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني او نومیالي تېز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ، پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.
ښاغلي فطرت په یوه پیغام کې ویلي، چې شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ په تاریخ او د هېواد د ورزش په ځلېدو کې بېساري او تلپاتې خدمتونه کړي وو او مړینه یې د افغانستان د ورزشي ټولنې لپاره ستره ضایعه ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د مرحوم کورنۍ، د افغانستان کرېکټ بورډ او د هغه ټولو مینهوالو ته خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.
په همدې حال کې، د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
ښاغلي وثیق د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د ورزش لپاره ستره ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ او مینهوالو سره یې د خواخوږۍ ترڅنګ، مرحوم ته له الله تعالی څخه د جنت الفردوس دعا کړې ده.
بلخوا، د افغانستان ملي سوداګر میرویس عزیزي، هم د شاپور ځدراڼ د مړینې په تړاو د خواخوږۍ او تسلیت پیغام خپور کړی دی.
نوموړي په خپل پیغام کې د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د ورزش او کرېکټ لپاره ستره ضایعه بللې او د مرحوم له کورنۍ، دوستانو او مینهوالو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
همداراز، د بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي مشفیق الرحیم، هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او مینهوالو ته یې د تسلیت ترڅنګ د صبر دعا کړې ده.
دغهراز د افغانستان کرېکټ بورډ هم اعلان کړی، چې د مرحوم شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ به سبا (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۸مه نېټه) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د کابل ښار د عیدګاه جومات کې ادا شي او له هغې وروسته به یې جسد د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې شاپور ځدراڼ وینې د سپینو حجرو د کمښت له ناروغۍ سره مخ و او د درملنې لپاره د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و، چې تېره ورځ (سېشنبه، د چنګاښ ۱۶مه) یې د ۳۸ کلونو په عمر ساه ورکړه.

