د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي د یو لوړ رتبه هیئت(د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني، د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي او د مالیې وزارت مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد) په مشري ننګرهار ولایت کې فرضي کرښې ته څیرمه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی.
یاد پلاوي هلته له افغان مهاجرینو سره، چې پاکستان حکومت د ټولو نورمونو، حسن همجوارۍ او بشري عاطفې خلاف په اجباري ډول اخراج کړي، له نږدې لیدنه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په محدوده کې تاسي ته اسانتیاوې او ښه خدمات وړاندي کوي.
نوموړي مهاجرینو ته د لا ډیرو خدماتو عرضه کولو او تسهیلاتو برابرولو په موخه د ننګرهار ولایت له والي ملا محمد نعیم اخوند، ځایي مسولینو او د مهاجرینو چارو له تنظیمونکو سره هم هر اړخیزې خبرې کړي.
ښاغلي حنفي اړونده مسولینو ته په عاجله توګه د دوو موقتي کمپونو (یو کمپ تورخم ښارګوتي ته نژدې او یو بل د لعلپورې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې) د جوړولو هدایت ورکړی او مسولین یې موظف کړی، تر څو په یادو کمپونو کې د خیمو، اوبو، خوراک، اعاشې، روغتیا او ټولو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ترتیبات و نیسي.
همدارنګه د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست او د انتقال کمیټې مشر ملا حمیدالله اخوندزاده او د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا قومندان ملا بسم الله اخوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي په اړه خبرې کړي او د عامه پوهاوي پر اهمیت په ټینګار سره یې ویلي؛ چې په دې برخه کې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، تر څو په حوصله مندۍ او په ښه ډول سره د مهاجرینو د اجباري اخراج دغه بحران مدیریت کړل شي.
د عالي کمیسیون ټولې کمیټې د خپلو چارو د تنظیم او تکمیل په حال کې دي او ډیر ژر به د ټول هېواد په کچه په ټولو برخو کې خپل خدمات پیل کړي.