ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرطاني ناروغیو درملنه کې، د روغتيايي مرکزونو په کدو همکاریو خبرې شوي

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي  له لوري ټاکل شوي هییت چې مشري یې د دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیایي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهراحرار کوله، د سرطاني ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د روغتیایي چارو قومندانۍ کې له اړوندو مسولینو سره ګډه ناسته ترسره کړه.

د فاع وزارت وایي، چې ‏په یاده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت، د دې وزارت د روغتیایي چارو قومندانۍ، د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو د روغتونونو مسولینو ګډون کړی و، ‏چې په مرکز (کابل) او ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د معیاري مرکزونو د جوړولو، د نظامي او ملکي روغتیايي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

‏په پای کې یاد هییت د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون د سرطاني ناروغیو له مرکز او د بېړنۍ پاملرنې ځانګړې څانګې (ICU) څخه لیدنه وکړه او د بسترونو ظرفیت، د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو او درملنیزو پروسیجرونو ارزونه یې ترسره کړه.