د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر ښاغلي برهام صالح سره لیدنه کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې د دې لیدنې پرمهال د افغان کډوالو پر وضعیت، له راستنېدونکو کډوالو سره پر بشري او پراختیايي مرستو او له عامو افغانانو سره د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو مننه کړې، چې له افغان کډوالو سره یې بشري مرستې کړې دي.
دغهراز نوموړي ټينګار کړی، چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې پراختیايي برخو ته ځانګړې کړي، څو راستنېدونکو کډوالو او په کور دننه بې ځایه شویو افغانانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، پاکو اوبو، کارموندنې او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ورته مهال ښاغلي برهام صالح په پراختیايي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د ترسره شویو هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې دوی به پوره هڅه وکړي څو د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې لا زیاتې مرستې راجلب او افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.

