د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د لومړي ځل لپاره د جنايي تخنیک(کریمنال تخنیک) ریاست اړوند د بیولوژیکي لابراتوار او د DNA په مدیریت کې د DNA د چټک پېژندنې سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد وزارت زیاته کړې، د DNA د چټک پېژندنې سیستم د جرمونو په کشف کې د دقت لوړولو، د مجرمینو په پېژندنه، د بېګناه کسانو په ملاتړ عدلي او قضايي مراجعو ته د علمي او باوري شواهدو په وړاندې کولو سره د هېواد د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د عدالت د تامین بهیر د لا پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
دغهراز د یاد سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د کورنیو چارو وزارت اداري مرسیتال ستر پاسوال ملا رحمتالله نجیب حاجي، د وزارت مقام سر یاور مل پاسوال مولوي عبدالرحیم ثاقب د یاد وزارت ویاند ملپاسوال مفتي عبدالمتین قانع او د وزارت یو شمېر رییسانو ګډون کړی و.

