ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر دوه ‌اړخیزو اړیکو او ځینو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر ښاغلي سیف الکتبي سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر دوه ‌اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.

ورته مهال ښاغلي سیف الکتبي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې همکارۍ د خوښۍ وړ بللي او ټینګار یې کړي، چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نږدې او دوامدارو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.