ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي

ایران ویلي، چې د ځوابي عملیاتو په دوام یې په اردن کې «شهزاده حسن» هوايي اډه او بحرین کې «شیخ عیسی» هوايي اډې په نښه کړي دي.

د ایران په وینا، چې په یادو بریدونو کې د امریکا د سون‌توکو تاسیسات، د مهماتو زېرمې، د قومندې مرکزونه او ځینې پوځي تجهیزات زیانمن شوي دي.

بل لور ته، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران لسګونه پوځي هدفونه، چې د هوايي دفاع سیستمونه، ساحلي رادارونه، د توغندیز او هوايي ځواک وړتیاوې او پوځي بېړۍ هم پکې شاملې دي، په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د هرمزګان ولایت په مرکز بندرعباس ښار کې د دوو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.