ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: د اسلامي شریعت پلي کول د هر مسلمان مسولیت دی

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي ، په هرات ولایت کې د لوېدیځ زون له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې منبر د دعوت او اصلاح سنګر دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دیني عالمان مسولیت لري، څو له منبر څخه د ټولنې د ټولو قشرونو د لارښوونې، د حق او اصلاح پر لور د هغوی هڅولو لپاره استفاده وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د الله تعالی له اوامرو او د رسول الله (ص) له سنتو څخه اخیستل شوی دی.

هغه همدارنګه زیاته کړې، چې د دغه قانون پلي کول یوازې د محتسبینو مسوولیت نه دی، بلکې د هر مسلمان او مؤمن شرعي مسوولیت ګڼل کېږي.

شیخ محمد خالد حنفي ویلي،  نړۍوال کفري جهتونه په غزه او نورو سیمو کې د زرګونو ښځو او ماشومانو په قتل عام او پر هغوی د کېدونکو وحشتونو په تړاو چپ پاتې دي، خو په افغانستان کې د حجاب په کولو، چې د شریعت حکم دی،غوغا جوړوي او واقعیتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره په شیطانت سره تحریفوي.

نوموړي زیاته کړې، استخباراتي کړیو افواهاتو ته مخه کړې او وایي، چې امر بالمعروف په هرات کې ښځې بندیانوي. تاسو د رسنیو مسولینو، علمای کرامو او قومي مخورو د خویندو په حق کې داسې څه لیدلي دي؟! له دې افواهاتو معلومولی شئ، چې بزدل دښمن ته یوازې تبلیغات ور پاتې دي، نور هیڅ ثبوت او دلیل نه لري.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزیر ویلي:«هغوی چې له امریکا سره یو ځای یې د مسلمانو خویندو او میندو د بمبار، لوټلو او بې عزتۍ هڅې کولې؛ هغه جنایت‌کاران نن موږ ته وایي، چې د شریعت په نفاذ کې د ښځو په حقوقو تجاوز دی. حال دا چې اسلام د بشر د حقوقو اصلي او بهترینه مرجع ده!».

د شیخ محمد خالد حنفي په وینا:« د امربالمعروف وزارت د قانون هره ماده د شریعت په اساس جوړه شوې او د هېواد والو د حقونو د تامین په موخه جوړ شوی قانون دی. نړیوال چې د وزارت کړنې نقد کوي او غواړي مخه یې ونیسي د دوی ستونزه له دیني احکامو سره ده.»

نوموړي د رسنیو مسولینو ته په خطاب کې زیاته کړې؛ دا ستاسې فرض دی، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون لومړی پخپل ځان پلي کړئ او بیا یې د خپلو ادرسونو له لارې تر خلکو ورسوئ؛ ځکه له مطبوعاتو په اوس وخت کې د منبر کار اخیستل کېدی شي، دا ستاسې مسولیت دی چې په دې برخه کې خپل مکلفیت ادا کړئ.

ښاغلي حنفي ویلي؛ مغرض اشخاص هڅه کوي، څو عامه اذهان مغشوش کړي او افواهات خپاره کړي خو ستاسې دیني عالمانو، قومي مخورو او د رسنیو د مسولینو مسولیت همدا دی، چې حقایق تر خلکو ورسوئ او په دې برخه کې د نظام مرسته وکړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس په نړۍ کې داسې خلک شته، چې په فساد، ظلم، بد اخلاقیو او نورو غیرې فطري کړنو فخر کوي؛ نو ایا علماء کرام په دې فخر و نه کړي، چې د الله تعالی د دین د پلي کولو زمینه برابره وي او د دین د تطبیق لپاره علماء کرام رابلل کېږي؟.

دغه‌راز شیخ محمد خالد حنفي علماء کرامو ته په خطاب کې ویلي:«  منبر د انقلاب او تحول راوستلو ځای دی. د منبر له لارې به تاسې مسولین او ټول خلک اصلاح کوئ، دا مو مسولیت دی. اصلاح هغه وخت راځي، چې له منبره د حق غږ راووځي، نو تاسې د منبرونو مسړلین یاست او اصلاح راوستل ستاسې مسولیت دی.»

ښاغلي حنفي زیاته کړې: دا د اسلامي نظام تعریف دی، چې شریعت به په بشپړ ډول تطبیق وي، له مظلوم څخه به دفاع کېږي، عدالت به پلي وي او خلک به په دین سمبال وي.

دغه‌راز نوموړي ویلي، چې د بشري حقوقو نړۍوال دعوه‌داران اصلاً د بشر د حقوقو په تعریف نه پوهېږي؛ ځکه د بشر حقوق یوازې دوه درې مسایل نه دي؛ بلکې امنیت، د ژوند، مال او عزت ساتنه، له فساد او بې لارې څخه راګرځول، له نشه‌یي توکو خلاصون او ورته نور د بشر اساسي حقونه دي، چې یوازې اسلامي نظام دا حقوق ورکړي.