ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر د خصوصي پوهنتونونو له مسولینو سره ناسته کړې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د خصوصي پوهنتونونو له مسولینو سره ناسته کړې.

د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې ښاغلي وزیر ویلي، چې په اسلامي نظام کې عدالت او شفافیت حاکم دی او د مسلمانانو مال، عزت او حقونه خوندي دي.

دغه‌راز نوموړي د خصوصي پوهنتونونو له مسولینو غوښتي، چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په ازاد ډول شریک کړي، څو ورته رسېدنه وشي.

ښاغلي ندیم زیاته کړې، د تحصیلي نظام د پرمختګ او پراختیا لپاره به د دواړو لوریو حقونه خوندي کېږي او ګډه همکاري به دوام ولري.

ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مسولینو او استازو د استادانو د تقرر، د نویو تحصیلي برنامو د رامنځته کولو، د درسي نصابونو او د کیفیت د تضمین د مرحلو اړوند خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زده کړو وزیر د یادو ستونزو د حل لپاره د همکارۍ او اړینې رسېدنې ډاډ ورکړی او د هېواد د تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره یې پر ګډ کار تینګار کړی.