ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان له سفیر سره د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړي

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا ټینګښت او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د ازبکستان سفیر د دې وزارت د رهبرۍ له مېلمه‌پالنې څخه د مننې ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته ‌راوړنې مهمې بللي او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د خپل هېواد د پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه ښاغلي عثمانوف د طوطي میدان پروژې په برخه کې د شته ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي.

ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان هېواد د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې دغه وزارت به د بهرنیو پانګوالو د جذب، ملاتړ او هڅونې په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.