د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر، مولوي نجیبالله حیات حقاني، په لارښوونه په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۹۸۵ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۶۸۱ کورنیو ته په ننګرهار، ۵۹ کورنیو ته په فراه، ۱۱۰ کورنیو ته په فاریاب او ۱۳۵ کورنیو ته په نیمروز ولایت کې استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي، د راستنو شویو کډوالو لپاره د استوګنې د ځمکو وېش د هغوی د دایمي مېشتېدو او د سرپناه د برابرولو په موخه ترسره کېږي او ټاکل شوې ده، چې دا لړۍ به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.
د دغه وزارت په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۹ زره او ۱۳۳ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او د ځمکو د وېش بهیر لا هم په چټکۍ سره روان دی.

