د تخار امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ اړوند په بیشکند کلي کې یوه مور او زوی یې له ۷ کلن کورني بنده ژغورلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښځه او زوی یې د خاوند له لوري په یوه تړلې او تیاره کوټه کې ساتل کېدل.
د خبرپاڼې له مخې د دې قضیې په تړاو یو تورن کس نیول شوی او د پېښې په تړاو نورې پلټنې روانې دي. د پېښې قربانیان د درملنې او روغتیایي پاملرنې په موخه د رستاق ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي

