ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هندوستان دیوبند دارالعلوم د علماوو او شیُّخو یو ګډ پلاوي د پوهنې وزارت له مرستیالانو سره لیدنه کړې

 د هندوستان دیوبند دارالعلوم یوه پلاوي (د دیوبند دارالعلوم فاضل مفتي محمد ظهیرالسلام باربنکوی، د بنګله دېش د مرکز العلوم الشرعیه او د وفاق المدارس القومي مشر او مهتمم مفتي محمد ضیاء بن قاسم، د دیوبند دارالعلوم فاضل مولانا محمود الحسن دیوبندي او پروفیسر محمد فاروق متقاعد جونئرکالج دهلي) د پوهنې وزارت له مرستیالانو سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان د روانو حالاتو او پوهنیز نظام په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

 یاد پلاوي ویلي؛ ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان په اوسني نظام کې علما قرار لري او موږ ډاډه يو، چې د اسلام د سپېڅلي دين د احکامو او لارښوونو په رعايتولو سره به وکولای شي شته ستونزې په لږ وخت کې له منځه یوسي.

 د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاء الله سعید د دیوبند دارالعلوم پلاوي ته د هرکلي په ترڅ کې د پوهنې وزارت د کړنو او تشکیلاتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ په ټولیزه توګه د پوهنې وزارت اړوند ۳۲ ریاستونه په مرکز او ۳۴ ریاستونه د هېواد په ولایتونو کې فعالیت لري، چې شاوخوا ۴۰۰ زره کارکوونکي یې د ټول هېواد په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې په ورځنيو چارو بوخت دي.

 نوموړي زیاته کړې، له نېکه مرغه د اسلامي امارت حاکمیت سره په ټول هېواد کې د عصري او اسلامي زده کړې دواړو برخو ته په بشپړه توګه پاملرنه شوې او یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوې دي.

 د ښاغلي سعید په وینا؛ پخوا به د پوهنې وزارت نیږدې ۷۰ سلنه مالي لګښتونه د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري ورکول کېدل، خو اوس د پوهنې وزارت ټول لګښتونه د افغانستان اسلامي امارت له ملي بودیجې څخه تمویل او په خپل وخت ورکول کېږي.

 دواړو لورو په متقابلو اړیکو ټينګار کړی او ژمنه يې کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي زده کړو د بنسټونو په جوړولو او پراخولو کې به له يو بل سره همکاریو ته دوام ورکړي.