ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر د پخواني امیر مړینه؛ مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام د قطر امیر ته وړاندې کړ

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي نن په دوحه کې د قطر دولت پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د قطر دولت امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

 بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیر خان متقي د قطر دولت د وزیرانو شورا له رییس او د بهرنیو چارو له وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د وزيرانو شورا مرستيال او د دفاع وزير شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن آل‌ثاني او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر، ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي سره هم لیدنه کړې او د شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله يې هغوی ته د خواخوږۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.