ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېتانيا له افغانستان سره ۳۱۵ میلیونه پونډه مرسته اعلان کړه

د برېتانيا حکومت له روان ۲۰۲۶ کال څخه تر ۲۰۲۹ کال پورې له افغانستان سره ۳۱۵ میلیونه پونډه مرسته اعلان کړه.

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستيال همېش فالکنر و يلي ، چې دغه مرستې به د روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، د خلکو د معیشت پر پیاوړتیا، راستنېدونکو ته د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې ولګول شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې برېتانیا به له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د بشري مرستو له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.