د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر لغمان کې سیند ته د کډوالو موټر د لوېدو پيښې د شهیدانو او ټپيانو د کورنیو له سرپرستانو سره وکتل او له هغوی سره یې د نغدي او خوراکي توکو مرسته وکړه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو له غړو سربـــېره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستیال ملا امین جان عمري او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو د چارو عمومي ريس مولوي بصرصاحبزاده هم ګډون درلود.
مولوي عبدالکبير یاده پېښه خواشینونکې وبلله، د قرباني شويو کورنیو په غم کې یې ځان شریک وباله او زياته یې کړه، چې د راستنېدونکو لاسنیوی او د هغوی خدمت د اسلامي امارت مسولیت دی. نوموړی ډاډ ورکړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي.
بل خوا د راستنو شويو کډوالو د هغوی د ستونزو په حل کې اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت مشرانو ورسره په وخت خواخوږي ښودلې او د دوی لاس نیوی یې کړی دی.
مولوي عبدالکبير؛ لغمان کې سيند ته د کډوالو موټر لوېدو پېښې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړه

