د هېواد د لوېدیځ زون د مسولینو د همغږۍ غونډه د هرات والي، شیخ نوراحمد اسلامجار، په مشرۍ او د غور، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو د چارواکو او مسولینو په ګډون ترسره شوه.
د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري نن «شنبه، د چنګاښ ۲۷مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کر او قاچاق پر مخنیوي، د دیني او عصري علومو د زدهکړو لپاره د غوره زمینو پر برابرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دغهراز په دې غونډه کې د هرات والي د نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د ځوانانو لپاره، په ځانګړي ډول د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په برخو کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی.
نوموړي همداراز د بېلابېلو برخو په کچه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمانونو پر لا ښه پلي کېدو او د جنايي جرمونو د کمولو په موخه د لوېدیځ زون د مسولینو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، د یادو ولایتونو چارواکو او مسولینو د خپلو ولایتونو د وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کړي، د کاري فرصتونو د برابرولو او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره یې ترسره شوي اقدامات تشریح کړي او شته ستونزې او ننګونې یې هم له یو بل سره شریکې کړې دي.

