ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دفاع وزارت: د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول شوي

دفاع وزارت ویلي، افغان دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې سلګونه توکي، روغتیايي وسایط او قاچاقي وسلې کشف او ضبط  کړي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو قاچاقي توکو کې: ٩ کارتنه بیلابیل ډول روغتیایي درمل او طبي توکي ٢٣ بنډله ثانیه سوز، (۲۳۰۰) ګرامه اپین ١٨ کیلو شیشه، ٨ میله کلاشینکوفونه، ٢میله روسي پیکا، ٧میله M4, ١٢ قبضې تفنګچې، ٢٦٢ فیره بېلابېل ډول ثقيله مرمۍ، ٦ عرادې موټرسایکلونه او د ٥٦ عراده موټر او پرزې شاملې دي.

همداراز د دغو قاچاقي توکو سره ١٦ تنه قاچاقبران هم نیول شوي، چې غوښتل یې یاد توکي په غیرې قانوني توګه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته سپارل شوي دي.