ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید تجهیزات به ډېر ژر هېواد ته را ولېږدول شي


د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې میرویس عزیزي ویلي، د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي چې ژر به یې هېواد ته د لېږد چارې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړې، په نږدې وخت کې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لوی روغتون د جوړولو کارونه هم پيل کړي.

همدارنګه  په دې ناسته کې د امارتي ادارو او عزیزي انرژۍ شرکت د ګډې تخنیکي کمېټې راپور هم وړاندې شو، چې د راپور له مخې، د کابل ولایت په نغلو سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د پروان ولایت په باریک‌اب سیمه کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا او په غزني ولایت کې د ۱۳۱ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو د امکان سنجۍ مطالعات بشپړ شوي او د پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

د دې ترڅنګ، په تخار ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ مېګاواټه برېښنا، په بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا، د نغلو او غزني سب‌سټېشنونو جوړولو او د کابل ولایت له تره‌خېل سیمې څخه تر صنایع سبز پورې د انتقالي لین غځولو پروژو پر تخنیکي موضوعاتو بحثونه جریان لري، چې ژر به ورستي شي.

 ورته مهال د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کمېټې لاسته راوړنې ستايلي او اړوندو امارتي ادارو ته یې د کارونو د لا چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې کړي او همدارنګه سپارښتنه یې کړې، چې د دوه اوونیو په جریان کې دې په یو شمېر برخو کې پاتې کارونه بشپړ او راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

 په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښته یې ترې کړې، چې خپل کارونه په ښه ډول او ټاکلي وخت بشپړ کړي.