د امریکا د جګړې وزارت ( پنټاګون) د ایران په وروستیو بریدونو کې د څلورم وژل شوي امریکايي پوځي هویت تایید کړ.
پنټاګون ویلي، ۲۸ کلنه «انجل اس. رامپرساد» د اردن هوايي اډه موفق السلطی کې د ایران په برید کې وژل شوې ده.
بلخوا رویټرز خبري اژانس د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېټ له قوله خبر ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا په جګړه کې تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارده ډالره لګښت شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د وروستۍ عمومي ارزونې له مخې دغه ارقام نږدې ۸ میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي.

