ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امريکا د ايران په بريدونو کې د خپل څلورم پوځي وژل کېدل تایید کړل

د امریکا د جګړې وزارت ( پنټاګون) د ایران په وروستیو بریدونو کې د څلورم وژل شوي امریکايي پوځي هویت تایید کړ.

پنټاګون ویلي، ۲۸ کلنه «انجل اس. رامپرساد» د اردن هوايي اډه موفق السلطی کې د ایران په برید کې وژل شوې ده.

بل‌خوا رویټرز خبري اژانس د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسېټ له قوله خبر ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا په جګړه کې تر دې دمه ۳۷.۵  میلیارده ډالره لګښت شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د وروستۍ عمومي ارزونې له مخې دغه ارقام نږدې ۸ میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي.