د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په د دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو ترڅنګ د سیمهییز ثبات لپاره ګټور وبلل او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له ټولو شته ظرفیتونو په په ګټه اخیستنې دا اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.
دغهراز نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ عمل پلان پر لا ښه تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا د دواړو لوریو د اقتصادي ودې په برخه کې مھﻢ رول ﻟﻮﺑﻮي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کابل او تاشکند ﺗـﺮ منځ د سوداګریزو، اﻗـﺘﺼﺎدي او ترانزیټي همکارﯾـﻮ د تسهیل او ﭘـﺮاﺧـﺘﯿﺎ ﻟـﭙﺎره ازبکستان ته له اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن څخه د ﺻـﺎدراﺗـﻲ ﺗـﻮﮐﻮ د لېږدوونکو وﺳـﺎﯾـﻄﻮ د تګ راتګ ﭘـﺮ وړاﻧﺪې د شته ﺧﻨډوﻧﻮ ﻟﺮې ﮐﻮل؛ له چین، منځنۍ اسیا او روسیې څخه راتلونکو افغاني ترانزیټي مالونو ته د معافیت ورکول؛ د منځنۍ آﺳـﯿﺎ، روﺳـﯿﯥ او ﭼـﯿﻦ ﺑـﺎزاروﻧـﻮ ته د اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن د زراﻋـﺘﻲ ﻣـﺤﺼﻮﻻﺗـﻮ، وﭼـﻮ او ﺗـﺎزه مېوو، ﺧـﻮراﮐﻲ ﺗـﻮﮐﻮ، قیمتي ﻣـﻌﺪﻧـﻲ ﻣـﻮادو د ﺻـﺎدراﺗـﻮ په برخه ﮐﯥ د ازبکستان له لوري د اسانتیاوو رامنځته کول؛ د ترانزیټي زﭔﺮﺑـﻨﺎوو د ظـﺮﻓـﯿﺖ ﻟـﻮړول؛ د ګمرکونو ﭘـﺮاﺧـﺘﯿﺎ؛ افغانانو ته د ویزې ورکړې اسانه کول او د اﻧـﺮژۍ او ﻣﺸـﺘﺮﮐﻮ زﭔﺮﺑـﻨﺎوو په برخه ﮐﯥ ھﻤﮑﺎري مهمه وبلله.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، ﻣـﻮږ ﺑـﺎور ﻟـﺮو ﭼﯥ د اﻓـﻐﺎﻧﺴـﺘﺎن او ازبکستان ﺗـﺮﻣنځ ﭘـﺮاﺧﯥ همکارۍ نه ﯾـﻮازې دوه اړﺧـﯿﺰې اﻗـﺘﺼﺎدي اړیکې لوړې ﮐﭽﯥ ته رسوي؛ ﺑﻠﮑﯥ دا به په سیمه ﮐﯥ د ﻧـﻮرو ګاونډیو هېوادونو ﻟـﭙﺎره د ښه ګاونډیتوب ﯾـﻮه ﻏـﻮره بېلګه هم واوﺳﻲ.
ورته مهال د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف وویل، د ازبکستان او افغانستان سوداګري د تېر په پرتله د پام وړ زیاته شوې چې اوسنۍ کچه یې ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړه، چمتو دي چې په افغانستان کې د ازبیک پانګوالو له لوري د پيل شویو پروژو چارې لا چټکې، ستونزې یې حل او هغه نوې پروژې پيل کړي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهمې بلل کېږي.
جمشید خواجهیف همدارنګه وویل، چمتو دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو کانونو کې پانګونه وکړي او پر دې سربېره له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات هم زیات کړي.
د نوموړي په خبره، ازبیک لوری چمتو دی چې د زینک ډبرو د پروسس لپاره په حیرتان کې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي.
ښاغلي جواجهیف د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سره خبرو کې زیاته کړه، د ترانسپورټ او انرژۍ، کرنې پراختیا، بانکې چارو، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د زیاتوالي او همداراز په بېلابېلړ برخو کې به د افغانانو د ظرفیت لوړونې په موخه راغلي ازبیک مسوولین د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره ګډ کار وکړي.

