ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

 د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې یادې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه، چې له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.

دغه‌راز یاد معاونیت زیاته کړې، چې په غونډه کې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د عامې روغتیا وزارت پر ځمکه د کفټریا او هټیو جوړولو طرحه هم له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.