ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي اميرخان متقي: اسلامي امارت په پراختيايي برخه کې د ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته دوام ورکوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا سازمان (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو، د نشه‌يي توکو د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیم بدلون او طبیعي پېښو ته د رسېدنې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي امیر خان متقي د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیایي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ورته مهال ښاغلي تورهان صالح د افغانستان له لومړیتوبونو سره د UNDP د پروګرامونو د همغږۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ چې یاد سازمان به د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ، د پراختیایي پروژو او ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.