د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دکتور محمد نعیم په کابل کې د جاپان له سفیر ماساموتو کینیچي سره لیدنه کړې.
بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې کې د افغانستان او جاپان پر دوه اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او دوامداره همکاریو خبرې شوې دي.
دغه راز د جاپان سفیر د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د نشهیې توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي او اغېزمنې مبارزې او د ښه امنيتي وضعيت او نورو پرمختګونو ستاینه او د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ یې د بروکسل د غونډې هرکلی کړی.
ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د جاپان د مثبت دریځ او له افغانانو سره د دغه هېواد د همکاریو قدرداني کړې او د دوه اړخیزو او د متقابلو اړيکو پر پراختیا او پياوړتيا یې ټینګار کړی دی.

