ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مهمې لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مهمې لاسته راوړنې

الف: د جوماتونو په برخه کې

د وزارت په پلان کې د ۱۴۷ جوماتونو جوړول او د ۴۴ جوماتونو ترمیم او بیارغونه شامله وه، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د ۴۴ جوماتونو د جوړولو او د ۲۸ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د ۱۰۳ نورو جوماتونو د جوړولو او د ۱۶ جوماتونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي.

ب: د حج او عمرې په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۰ زره حاجیانو ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ زمینه برابره شوې ده. همدارنګه، د ۱۰۸ عمره ترسره کوونکو شرکتونو ته د فعالیت جوازونو له ورکړې وروسته، ۷۹ زره او ۳۷ عمره کوونکي سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.

ج: د فتوا په برخه کې

په یاد کال کې د حنفي فقهې د اصولو او قواعدو پر بنسټ، د بېلابېلو شرعي موضوعاتو په اړه ۲۲۸ لیکلې فتواوې او ۴۰۰ شفاهي فتواوې او شرعي مشورې صادرې شوې دي.

د: د ښوونې او روزنې په برخه کې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د هېواد په ۴۱۱ نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر روزنیزې دورې دایر کړي دي. همدارنګه، په همدې موده کې د ورځنیو اړتیاوو له مخې د دیني او ټولنیزو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۵۲ د جمعې خطبې د دغه وزارت له لوري ترتیب او د خطیبانو له لارې خلکو ته وړاندې شوې دي.