ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د عدلیې وزارت مهمې لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د ۱۴۴۷ هـ ق کال د عدلیې وزارت مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د عدلیې وزارت مهمې لاسته راوړنې

الف: د تقنیني اسنادو په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۱۳۷ تقنیني اسناد طرحه، تسوید، تدقیق، فقهي تخریج او هر اړخیزه ارزونه شوې ده. همدارنګه، د رسمي جریدو له لارې ۲۴ عنوانه تقنیني اسناد، چې قوانین، اصولنامې، فرمانونه، طرزالعملونه او ضمیمې پکې شاملې دي، چاپ، خپاره او وېشل شوي دي.

په همدې موده کې د ۳۱ میثاقونو، پروتوکولونو، مسودو، معاهدو، هوکړه‌لیکونو، تفاهم‌لیکونو او نړیوالو قراردادونو په اړه حقوقي نظر وړاندې شوی دی.

د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د قانون جوړونې د بهیر د ښه والي لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه ۳۰ زره جلده فرمانونه، احکام او لارښوونې، او همدارنګه ۴۰۰ زره جلده د قوانینو ټولګه چاپ، خپره او وېشل شوې ده.

ب: د اسلامي امارت د حقوقو او ګټو د دفاع په برخه کې:

د عدلیې وزارت د امارتي او عامه شتمنیو د ساتنې په موخه، په محکمو کې د اسلامي امارت په استازیتوب له دغو شتمنیو څخه دفاع کړې ده. د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د عدلیې وزارت د امارت قضایاوو ادارې، چې د عامه شتمنیو د دفاع مسئولیت پر غاړه لري، د خپلو پرله‌پسې هڅو په پایله کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

یادې ادارې د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو اړوند له ۶ زرو څخه زیاتو قضیو کې د اسلامي امارت له حقوقو دفاع کړې، چې په پایله کې یې له ۴۴ زره جریبه زیاته ځمکه، ۱۷۱ دوکانونه، ۸ ودانۍ، له یو میلیارد او ۵۶ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ او له ۳.۳ میلیونو څخه زیات امریکایي ډالر د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوي دي.

ج: د جوازونو په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۴۷ د مدافع وکیلانو ته جوازونه ورکړل شوي او ۱۸۵۵ جوازونه تمدید شوي دي. همدارنګه، په مرکز کې پر ۸۳۰ او په زونونو کې پر ۵۳۰ وکالت‌خونو څارنه شوې، چې په پایله کې یې ۹۲ وکالت‌خونې تړل شوې او د مدافع وکیلانو ۱۶۴ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

په همدې موده کې د مدافع وکالت د ۱۲۵۰ غوښتونکو لپاره د شاملېدو دوه ازموینې هم ترسره شوې دي.

سربېره پر دې، ۷۰۴۹ د معاملاتو د رهنماګانو جوازونه، ۲۶۰ د ټولنو جوازونه، ۴۰۰۸ د عریضه لیکونکو جوازونه او ۳۱ د رسمي اسنادو د ژباړې جوازونه هم نوي شوي دي.

ج: د حقوقي خدمتونو او مرستو په برخه کې

بې‌وزلو مظنونینو او متهمینو ته د وړیا حقوقي مرستو او حقوقي مشورو وړاندې کول د عدلیې وزارت له مهمو دندو څخه دي. دغه وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۴۳۲۰ مرتبې د بې‌وزلو متهمینو دوسیې تعقیب کړې او د هغوی د حقوقو د دفاع په موخه یې د محکمو په ۱۹۴۸ قضایي غونډو کې ګډون کړی دی.

سربېره پر دې، دغه وزارت ۱۸۹۶ هېوادوالو ته، چې ښځې او نارینه دواړه په کې شامل دي، د جزایي او مدني قضیو په اړه وړیا حقوقي مشورې هم وړاندې کړې دي.

همدارنګه، دغه وزارت په ټول هېواد کې په ښوونځیو، مدرسو، زندانونو او ټولنیزو ځایونو کې د ۱۹۷۹ حقوقي عامه پوهاوي پروګرامونو په ترسره کولو سره شاوخوا ۶۳۰ زره هېوادوالو، چې نارینه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د فرمانونو، د اسلامي روحیې پر بنسټ د ماشومانو د روزنې، د مظنونینو او متهمینو د حقوقو، د ځمکو د غصب د مخنیوي او نورو مهمو حقوقي او شرعي موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.