ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مهمې لاسته راوړنې!

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» کنفرانس پر مهال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې او تشریح کړې، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مهمې لاسته راوړنې

الف: د معروف د اقامې په برخه کې

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، د نېکیو د دودولو، له بدیو څخه د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه، په ټول هېواد کې په هوټلونو، د ودونو په تالارونو، تفریحي ځایونو، ټولنیزو مرکزونو، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو، جوماتونو، امارتي او غیر امارتي ادارو او نظامي مرکزونو کې په دوامداره توګه اصلاحي ویناوې وړاندې او اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.

همدارنګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د احکامو د تطبیق او د ناسمـو او ناپسندو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه، په ټول هېواد کې له ۱۰ زرو څخه زیاتې د عامه پوهاوي غونډې او ناستې ترسره شوې دي.

ب: د خرافاتو د مخنیوي په برخه کې:

د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې، په ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت او د خرافاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د هېواد په کچه ټولټال ۱۶۴۹ جادوګر چې ۳۸۸ تنه یې د ولایتونو په مرکزونو او ۱۲۶۱ تنه نور یې د ولسوالیو او کلیو په کچه فعالیت درلود، نیول شوي دي.

ج: د ښځو د شرعي حقونو په برخه کې

په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د شرعي حقونو ۳۲۹۴ قضیو ته رسېدنه شوې، ۱۳۶۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې او د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۸۹۶ شخړې او دښمنۍ حل او فصل شوې دي.

د: د شکایتونو د اورېدو په برخه کې

په همدې کال کې، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کې ټولټال ۱۰ زره شکایتونه ثبت شوي، چې له ۶ زرو څخه ډېر شکایتونه حل شوي دي.