د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رییس مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له یوه پلاوي سره لیدنه کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د بشري ځواک د ظرفیت لوړولو، د زده کړو د کیفیت د ښه والي او ځوانانو ته د زده کړو او کارموندنې د لا غوره فرصتونو د برابرولو په اړه د نظرونو شریک کړې دي.
مولوي غلام حیدر شهامت د کار نړیوال سازمان او یوناما له دوامداره همکاریو څخه مننه کړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا په برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو رول مهم بللی دی.
دغهراز نوموړي د ښوونیزو مرکزونو د کیفیت لوړولو، د استادانو د ظرفیت پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ودې لپاره د اغېزناکو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، د کار نړیوال سازمان او یوناما پلاوي د یادې ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو ستاینه کړې، په اړینو برخو کې یې د همکاریو د دوام لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او د دواړو لوریو ترمنځ یې د لا نږدې همغږۍ او متقابل تعامل پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د راتلونکو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به همغږي او خبرې اترې دوام ومومي او د ګډو پروګرامونو د اغېزمن پلي کېدو لپاره به مناسب میکانیزمونه رامنځته شي.

