ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي حبیب‌الله آغا او د کندهار والي لیدنه؛ د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا په اړه خبرې شوي

د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند، د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله آغا سره لیدنه کړې او د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه په کندهار ولایت کې، د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا او پراختیا په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د کندهار ولایت مقام د ویاند مولوي محمود عزام د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د پوهنې وزیر د وزارت وروستۍ لاسته‌راوړنې او فعالیتونه شریک کړي او ویلي یې دي، چې د کندهار ښار او ولسوالیو کې د پوهنیز بهیر پیاوړتیا د وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې وزارت هڅه کوي د مدرسو او ښوونځیو ستونزې پر وخت حل او په دې برخه کې ځانګړي پلانونه عملي کړي.

ورته مهال د کندهار والي د پوهنې وزارت د وروستیو لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او په کندهار کې یې د پوهنیز بهیر د لا پیاوړتیا لپاره د ځانګړو پلانونو پر عملي کېدو ټینګار کړی.

همدارنګه د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار والي د پوهنې په برخه کې د خلکو یو شمېر ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه هم د پوهنې له وزیر سره شریک کړي او د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره یې د زیاتې همکارۍ او پاملرنې غوښتنه کړې ده.