په عشق اباد کې د افغانستان سفارت، چارسمبالي فضل محمد صابر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خوني له پلاوي سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، د سوداګرو په ستونزو او حل لارو خبرې کړې دي.
ترکمنستان کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي صابر سوداګرو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

