د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، په خپل کاري دفتر کې د مولوي سید قاسم اغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له یو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د شمالي ولایتونو مجاهدینو او د اسلامي امارت کارکوونکو د خپلو مسوولیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.
دوی ویلي، چې امارتي ادارې د ولس د ستونزو د حل او د اسلامي امارت د چارو د ښه تنظیم لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو وړاندیزونو او سلا مشورو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
همدارنګه د غونډې په لړ کې ګډونوالو د ولس یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم له وزیر سره شریکې کړې دي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر یادو مجاهدینو ته د ښه راغلاست ترڅنګه، د اسلامي نظام د خدمت په برخه کې یې د حکومتي مسوولینو هڅې ستایلې دي.
دغهراز نوموړي د امارتي ادارو پیاوړتیا او اغېزمن فعالیت د ټولو ګډ مسولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې له شته امکاناتو باید په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.
د ناستې په پای کې، د ګډونوالو له لوري وړاندې شوي وړاندیزونه مهم بلل شوي او د هغو د ارزونې او عملي رسېدنې ډاډ ورکړل شوی دی.

