د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویلي، چې له چین څخه افغانستان ته د معیاري برېښنايي تجهیزاتو د واردولو لړۍ پیلېږي.
د یاد ریاست په وینا، په چین کې د برېښنايي تجهیزاتو د تولیدونکو کارخونو له تخنیکي ارزونې او له یو شمېر سره د تړونونو له لاسلیک وروسته، د تجهیزاتو تولید او بارول پیل شوي دي.
د معلوماتو پر اساس په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۲۷ کانټینره د برېښنا د وېش شبکو تجهیزات او د انسولېټرونو اړوند ملحقات افغانستان ته ولېږدول شي.

