ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د ويجاړې شوې ودانۍ له خاور د ۱۹ فلسطيني شهيدانو جسدونه را ايستل شوي

الجزیرې خبري شبکې په غزه کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې غزه کې د یوې ویجاړې شوې استوګنیزې ودانۍ له خاورو څخه د ۱۹ فلسطیني شهیدانو جسدونه را ایستل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د راپور له مخې، دغه ودانۍ د اسراییلي رژیم په بریدونو کې ویجاړه شوې وه، چې د ماشینونو او وسایلو د کمښت له امله له خاورو څخه د جسدونو را ایستلو او انتقال بهیر له ډېرو ستونزو سره مخ و.