په پکتیا ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د زمري ۲۴مې، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د پنځمې کالیزې د نمانځنې لپاره چمتووالی روان دی.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو د دغې ورځې د نمانځنې په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د ځانګړو بینرونو د چاپ او لګولو ترڅنګ، پر دېوالونو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د تاریخي او ملي پیغامونو د لیکلو لړۍ هم پیل کړې ده.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیضالله جوهري وایي، د دې فعالیتونو موخه د زمري ۲۴مې د تاریخي ارزښت او اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي او ویاړ احساس پیاوړتیا، د دې ورځې د یاد تازه کول او د ځانګړو مراسمو لپاره د ښار ښکلا ده.
د نوموړي په وینا، د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده او هر کال په ټول هېواد کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

