د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې قومي مشرانو او مخورو په یادو ولایتونو کې د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او خپلې ستونزې او اړتیاوې یې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ولس حق لري چې په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو، په ځانګړي ډول محرومو او له اسانتیاوو لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
دغهراز ښاغلي منصور قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او د اړتیا وړ پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې به اړین اقدامات ترسره کړي.

