ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دفاع وزارت: په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۹ کسان د وسلو او بېلابېلو توکو د قاچاق په تور نیول شوي

دفاع وزارت وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د یاد وزارت اړوند قطعاتو او جزوتامونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کشفي، استخباراتي او سرحدي عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې، مهمات، طبي توکي، وسایط او نور بېلابیل قاچاقي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې قاچاقي توکو کې  ٦٦ میله کلاشینکوفونه، ٢٠ میله M16، ١٧ میله M4، ٣٣ قبضې تفنګچې، ٨٠٠٠ فیره ثقیله او خفیفه بېلابېل ډول مرمۍ، ٤٥ عرادې بېلابېل ډول وسایط، زرګونه کیلو میس ٢٦٠٠ کیلو ګرامه نشه یي توکي، ٤٨٦ کارتنه روغتیایي درمل، ٢٣٧٣ راسه پسونه، ٣٤ بنډل ثانیه سوز شامل دي او په تړاو یې ٣٩ تنه قاچاقبران هم نیول شوي دي.

دفاع وزارت همداراز ویلي، چې د هېواد دفاعي ځواکونه د هېواد امنیت، د سرحداتو ساتنې او اقتصادي ګټو خونديتوب په موخه د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عملیات په لازیاتې پیاوړتیا او ژمنتیا سره ترسره کوي.