ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵کال د زمري میاشتې په ۱۹مه نېټه، د هرات ولایت په تور غونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر ښاغلي قربان‌قلي بردي محمدوف سره خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه قربان‌قلي بردي محمدوف ته ښه راغلاست ویلي او خوښي یې څرګنده کړې، چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې په ټاکلي وخت بشپړې شي.

دغه‌راز د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر غوښتي، چې دواړه هېوادونه د ګازو د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګازو په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو څخه مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه قرارداد دې د اوږدې مودې لپاره ترسره، شرایط یې اسانه او د قرارداد د بیاکتنې انعطاف منونکی مېکانېزم دې هم پکې شامل شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ګازو د وېش او مصرف لپاره د شبکې په جوړولو کې له ترکمن لوري د همکارۍ، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون د رامنځته کېدو او په دې پروژه کې لا زیاتو افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي برادر اخوند ویلي؛ چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان ستراتيژیکه ملګرتیا لا پياوړې کړې او اړتیا ده، چې د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره دواړه لوري د نفتو د ترانزیټ لپاره د آیکریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي مالونو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو مسیر د بیا فعالولو په برخه کې د شته ستونزو د حل، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ شبکې د بیارغونې او پراختیا لپاره په مشترک ډول کار وکړي.

همدارنګه نوموړي له ترکمن لوري غوښتي چې په افغانستان کې د برېښنا او ترانسپورټ  لویو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

ورپسې د ترکمنستان ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف خبرې کړي او ویلي یې دي؛ د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د نیک نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس پياوړې شوې، چې په بېلابېلو برخو کې یې د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، هرات ولایت ته د ټاپي نل‌لیکې د پایپ غځولو ترڅنګ په دې ولایت کې د ګازو د توزیعي شبکې جوړولو او همداراز د ټاپ پروژې د عملي چارو د پيل لپاره چمتو دي.

همدارنګه ښاغلي محمدوف ویلي؛ چې په ټاپ پروژه کې یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

قربان‌قلي بردي محمدوف زیاته کړې، عشق اباد چمتو دی چې په ترکمن باشي بندر کې د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو توکو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره د لاجوردو مسیر د فعالولو لپاره پر مشترکو هڅو ټینګار کړی.

دغه‌راز قربان‌قلي بردي محمدوف افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د برېښنا او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د پيل شویو پروژو کارونه به په ټاکلو نېټو او چټکتیا سره بشپړ کړي.

په پای کې دواړو لوریو د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق په موخه د لوړپوړو مسولینو په مشرۍ د تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې، څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پرمخ ولاړ شي.