ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کولمبیا کې ۷.۴ درجې زلزلې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي

رویټرز د کولمبیا چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې پرون (دوشنبه ، د زمري ۱۹ مه) د کولمبیا په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۱۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د زلزلې شدت ۷.۴ درجې اټکل شوی، چې ودانۍ یې نړولې، روغتونونو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیان رسولی او یو شمېر کسان تر خاورو او ویجاړو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

د کولمبیا ولسمشر د زلزلې زیانونو د جبران او بیا رغونې لپاره د مالي مرستو چټکولو په موخه بېړنی حالت اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د زلزله‌پېژندنې مرکز اټکل کړی، چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰ زره زلزلې ثبتېږي؛ یعنې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۵۵ زلزلې د بېلابېلو کچو له شدت سره رامنځته کېږي.