د ایرلنډ په بلفاسټ کې د افغانستان او کوربه ايرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځوو يو ورځنيو سياليو په درېيمه لوبه کې افغان لوبډلې د ۳ وېکټو په توپپر کوربه لوبډله ماته او مستقيما يې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې خپل ځای یقیني کړ.
د يادې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه. ایرلنډ په ۴۷م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان او الله محمد غضنفر هر یوه درې درې ویکټې واخیستې، دغه راز یمین احمدزي بیا دوه، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۵م اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز پنځوسيزه وکړه او ټولې ۷۱ منډې یې جوړې کړې دغه راز بيا راشد خان ۳۷، صديق الله اتل ۲۷ او حشمت الله شهيدي ۲۲ منډې وکړې.
راشد خان د درېيو وېکټو په اخيستو او وروستيو شېبو کې د ۳۷ مهمو منډو په جوړولو سره د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا د دواړو هېوادونو تر منځ د پنځوو لوبو لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه بریا وه، چې پر مټ یې افغان لوبډله په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکې شوه.
له دې بريا سره افغان لوبډله له غواروي سياليو پرته په مستقيمه توګه د ۲۰۲۷ پنځوس اوريزو سياليو نړيوال جام ته ووته.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به څلورمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه سبا چهارشنبه د اګست په ۱۲نېټه ترسره شي.

